IQNA

 داؤد کیم؛په قرآن کې مو داسې څه ولوستل چې پر ما ئې ډیرې اغیزې وشیندلې(فیلم)

8:38 - March 17, 2024
د خبر لمبر: 3488892
ایکنا-یوه کوریاوال  سندر غاړي د خپلې اسلام منلو پيښې ته په اشارې سره  روښانه کړه،  له اسلام سره د بلدیا لپاره مو په پیل کې قرآن  ولسوت . کله  مو قرآت لوستنو داسې ځينی شیان  مو ولیدل چې ډير ې زیاتې اغیزې ئې رباندې وشیندلې  او   آن دا  چې  قرآن وائي په دغه پنځون کې یوازې یو خالق  شته دی

ایکنانیوز  راپور راکوي، هغه کوریاوال سندر غاړې چې په همداو روسیتو کې مسلمان شوی دی  او خپله نامه ئې هم د  کیم په ځاي داؤد کیم کیښودلې ده .د جمعې ورځې په ماښام د توحید مبارکې سورېئ له تلاؤت وروسته ئې په محفل ټيلیویژني پروګرام کې په شتون سره  د خپلې مسلمان شونې  په باب خبرې وکړې. هغه ددې خبرې په کولو سره چې د اسلام دین په جنوبی کوریا  کې  پيژندل شوی نه دی ، ووئيل، کله  زما عمر لا کم ؤ نو  یاد مې دي رسندویو داسلام په باب بدې خبرې کولې او ما احساس کاوه چې اسلام یو خطرناک دین دی.

داؤد کیم وائي،ما د حنوبی کوریا د موسیقۍ په څانګې کې  کار وکړ او موسیقۍ پوه شوم، او دا دما لپاره یو فرصت شو چې  ددغه هنر په وسیله  نورو هیوادونو ته سفرونه وکړم. نو ځکه  له اسلام او مسلمانانو سره بلد شوم اوډير حساس وم  چې ددغه دین په باب لازیات پوهه ترلاسه کړم.

هغه بیا وائي،  ما دا فرصت پيدا کړ چې انډونیشیا ته لاړ شم او د اسلامی له حقیقي څيرې سره آشنا شم،نه هغه اسلام سره چې  په رسندویو کې  ئې آورو. کله  له انډونیشیا کوریا ته بیرته وګرځيدم نو  داسلام په باب مو مطالعه پيل کړه ،نو اول مو  قرآن پاک ولوست او وروسته مو هڅه وکړه لمونځ ولولم او ورژه وساتم.دغه تازه مسلمان شوی سندر غاړې بیا وائي،کله مو قرآن لوست،نو داسې څه  مو پيدا کړل چې پر ما ئې ډيرې اغیزې وشیندلې  او  هغه دا چې قرآن وائي ،یوازې په دغه پنځون کې یوازې یو خالق  شته دی ـقل هوا الله  احد) او دا چې  هغه شی چې په اسلام کې ئې پر ما اغیزې شیندلې وې ، دا ؤ  چې اسلام داسې شی لري چې ما  خپه  او نراحت نه،بلکې خوشال وراضي ساتي.

 په لاندینۍ ویډیو کې داؤد کیم  وینئ چې دتوحید مبارکې سورې  تلاؤت وړاندې کوي.

کیم توضیح ورکوي، په اسلام کې  د ژوند هدف دخداوندمتعال بندۍ او اطاعت کول دي او دخداي عبادت  تا ته درضایّت ، خوشبخطۍ او حقیقي آرامښت  احساس درکوي او وروسته متوجه شوم  دا هماغه شی دی چې  ما راضي ،خوشال او نیکمرغه او آرام ساتي، له دې وورسته وه چې جومات ته لاړم ،شهادتیّن  مو ووئيل ، اسلام مو ومانه او روژه مو وساتله.

 هغه له دې مخکې په اینسټاګرام کې پخپلې پاڼې  کې وئيلي وو، چې ګروهمن دی ، ایران ته لاړ شي اوایران له نزدې وویني .

هغه څه ایرانیانو له داؤد کیم څخه وغوښتل په دغه فیلم کې ئې ووینئ.................

 ایکنا نیوز  ستاسو په خدمت کې یو ویډیوئي فیلم وړاندې کوي ، چې  ښئ ، په محفل پروګرام کې داؤد کیم د شتون تر پرَدې شا وینئ چې ایرانیان له هغه په تاؤده هرکلي سره له هغه غوړي په سوشل میډیا کې  او دخپل هنر په وسیله  داسلام ریښتیني او پاک دین لپاره تبلیغ وکړي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4205615

captcha